دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 291343
ذبیح الله مجاهد: د پاکستان بې اساسه تورونه د دواړو هېوادونو اړیکې خرابوي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ویلي، چې کابل له آسلام اباد سره د اړیکو د ښه کولو لپاره پوره هڅه کړې، خو "د پاکستان بې بنسټه تورونه درد نه دوا کوي، بلکې د دواړو لورو اړیکو ته زیان اړوي."
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، که کومه پېښه په پاکستان کې کېږي، باید له افغانستان سره تړاو ونه لري.

نوموړی زیاتوي چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو کمزورتیا باید له افغانستان سره تړاو ونه لري.

ښاغلي مجاهد وویل: که پاکستان له امنیتي مسایلو خبر وي، افغانستان په دې مسایلو کې هیڅ لاس نه لري او افغانستان نه غواړي چې کوم هیواد زیانمن شي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير په خيبر پښتونخوا ايالت کې پر چينايي انجنيرانو د بريد مسووليت تحريک طالبان پاکستان پر غاړه واخيست او يو ځل بيا يې ادعا وکړه، چې دغه بريد په افغانستان کې پلان شوى و.

هغه وویل: "پاکستان په دې مسله د افغانستان له موقت حکومت سره خبرې کړې دي او ټینګار کوي چې دوی [د طالبانو حکومت] په دغه هیواد کې د ترهګرو ډلو پر ضد اقدام کوي، خو تر اوسه مو ښې پایلې نه دي ترلاسه کړي."

د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۶ مه د خیبر پښتونخوا ایالت په بشام سیمه کې پنځه چینايي انجینران او یو پاکستانی موټر چلوونکی په خپل موټر کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول.
https://avapress.com/vdchkznix23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته