افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د جمعې په ماښام ترسره شي او د دغه دفتر مشره روزا اوتنبایوا به د افغانستان د وضعیت په اړه توضیحي راپور وړاندې کړي.
دوی په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
د يادونې ده، چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې د امنيت شورا د تېر کال په نيمايي کې د افغانستان پر وضعيت د وروستي ځل لپاره کتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه ناسته تر یوې اوونۍ زیاتې د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند ویلي وو چې د دوحې د دریمې ناستې د ترسره کولو موخه دا ده چې "له افغانستان سره د نړیوالو ښکیلتیا په لا همغږي او جوړښت کې زیاته شي."