کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه غونډه کوي

31 جوزا 1403 ساعت 11:07

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د امنیت شورا سبا جمعه د افغانستان د مسئلې په اړه غونډه کوي او د یوناما مشر به په دې غونډه کې د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه به د جمعې په ماښام ترسره شي او د دغه دفتر مشره روزا اوتنبایوا به د افغانستان د وضعیت په اړه توضیحي راپور وړاندې کړي.

دوی په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د يادونې ده، چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې د امنيت شورا د تېر کال په نيمايي کې د افغانستان پر وضعيت د وروستي ځل لپاره کتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د دوحې درېیمه ناسته تر یوې اوونۍ زیاتې د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند ویلي وو چې د دوحې د دریمې ناستې د ترسره کولو موخه دا ده چې "له افغانستان سره د نړیوالو ښکیلتیا په لا همغږي او جوړښت کې زیاته شي."


د مطلب کود: 292213

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292213/د-امنیت-شورا-سبا-افغانستان-په-اړه-غونډه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com