دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۸
د مطلب کود : 292168
په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم د دریو نورو جنایتونو سره د شهیدانو شمیر ۳۷ زره او ۳۷۲ تنو ته ورسید
د فلسطین د روغتیا وزارت د نوې اعلامیې له مخې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه تر نن ورځې پورې په غزې تړانګه کښې د شهیدانو شمیر ۳۷۳۷۲ تنو ته رسیدلی دی. صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په غزه کښې درې نوی جنګی جنایتونه ترسره کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت پرون سه شنبه د جوزا په ۲۹ مه اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه د صهیونیسټی رژیم د حملې په ۲۵۶مه ورځ هم دغه جنایت ترسره شوی دی. د غزې تړانګې په مختلفو سیمو کښې درې نوي جنایتونه وشول چې په نتیجه کښې یې ۲۵ کسان شهیدان او ۸۰ نور ژوبل شول.

د فلسطین د روغتیا وزارت هم د دغو جنایتونو د زخمیانو وروستۍ شمېره ۸۵ زره ۴۵۲ تنه اعلان کړه.

دغه وزارت زیاته کړه چې د یو شمېر شهیدانو جسدونه تر خاورو خځلو لاندې او یو شمېر نور د سړک په غاړه پراته دي چې مرستندویه بنسټونه د صهیونیسټانو د پرله پسې یرغل له امله د لېږدولو توان نه لري.

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی، چې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو په حملو کښې د دغه ښار په مرکز کښې د النصرات په کمپ او البریج کمپ باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځیانو په حملو کښې د یوشمیر ښځو او ماشومانو په شمول لږ تر لږه ۱۷ فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

ایرنا خبری آژانس وایی په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم د تیری له پیله څه دپاسه نهه میاشتې تیرې شوی دی او له کومې پایلې او لاسته راوړنې پرته دغه رژیم ورځ په ورځ په خپلو داخلی او خارجی کړکیچونو کښې ډوبیږی.
https://avapress.com/vdcd9x0xjyt0nf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته