دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 292347
افغانستان ته په موټرسایکل د دوو بهرنیو سیلانیانو سفر
د بدني روزنې، سپورت او د المپيک د ملي کمېټې مسوولين وايي، چې له جرمني او ايټاليا څخه دوه تنه سيلانيان له بېلابېلو هېوادونو تر تېرېدو وروسته په موټرسايکل افغانستان ته ننوتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او د المپیک ملي کمیټې د دوو آلماني او ایټالوي سیاستوالو د ښه راغلاست مراسم ترسره کړل.

عبدالله میازاده افغان الاصله جرمني او له ایټالیا څخه فارینتا هغه سیلانیان دي چې په ۲۲ ورځو کې له قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او نورو هېوادونو څخه تر تېرېدو وروسته په موټرسایکل کابل ته راغلل.

دغو سيلانيانو افغانستان ته له خپل سفر څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې له کومې ستونزې پرته کابل ته رسيدلي دي.

دوی د امنیتي ځواکونو او د هېوادوالو له همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان په هره برخه کې د ولسونو او چارواکو له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

دغو بهرنيو سيلانيانو د هېواد د سپورټ رياست د مسوولينو د ښه راغلاست قدرداني وکړه او له نړۍ يې وغوښتل چې د ورزش په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي او له ورزشي ډګرونو څخه ملاتړ وکړي.

په دې مراسمو کې د موټرسايکل ځغلونې او پارکور ورزشي نندارې ترسره شوې او دواړو بهرنيو سيلانيانو ته افتخاري مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
https://avapress.com/vdcc0iqim2bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته