افغان غږ خبری آژانس: د فرانسې خبري آژانس د دغه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته به د مدني ټولنې له غړو سره د مشورې لپاره پلان ولري، خو دوی به په کې ګډون ونه کړي.
په راپور کې د مدني ټولنې د غړو په اړه جزئیات نه دي وړاندې شوي چې باید ورسره مشوره وشي.
له بلې خوا د ملګرو ملتونو عمومي منشي "انتونیو ګوتریش" به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې اعلان کړی و چې اسلامي امارت له تیرو دوو میاشتو راهیسې له ملګرو ملتونو سره د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او جوړښت په اړه خبرې اترې کوي او د اجنډا په منلو سره یې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې په وروستیو دوو غونډو کې د اسلامي امارت د یو شمېر مخالفو څېرو رغنده حضور، د افغان مدني ټولنې د فعالانو په نوم تل د پوهو کسانو او همدارنګه د سرپرست حکومت د چارواکو له خوا له نیوکو سره مخ شوی دی.
په ورته وخت کې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا پرون (د جوزا ۲۹مه) په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅېړي. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ خپل نوی راپور وړاندې کوي.