دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 292068
په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۹۶ تنو ته رسیدلی دی
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۹۶ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۲۹۶ او د زخمیانو شمیر ۸۵ زره ۱۹۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۰ کسان شهیدان او ۹۵ نور ژوبل شول.

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه چې تر لسو زرو زیات کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.
https://avapress.com/vdcceiqi42bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته