کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۹۶ تنو ته رسیدلی دی

27 جوزا 1403 ساعت 9:19

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷۲۹۶ تنو ته رسیدلی دی.


آوا: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۲۹۶ او د زخمیانو شمیر ۸۵ زره ۱۹۷ تنو ته رسیدلی دی.

دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټ رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۳۰ کسان شهیدان او ۹۵ نور ژوبل شول.

په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت زیاته کړه چې تر لسو زرو زیات کسان لا هم تر خاورو لاندې او لادرکه دي.


د مطلب کود: 292068

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292068/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-۳۷۲۹۶-تنو-ته-رسیدلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com