دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 292351
سږ کال افغان حاجیان د حج په مراسمو کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي وايي، سږ کال د حج مراسم په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل او د دغه وزارت په سالم مدیریت سره افغان حاجیان په مکه او مدینه منوره کې د حج د مراسمو پر مهال له کومې ستونزې سره مخ نه شول.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او سپېڅلو ځایونو وزیر مولوي عبدالرحمن منصور وايي چې د سږ کال د حج مراسم په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل.

هغه د حج او اوقافو وزارت له خوا سالم مدیریت او څارنه د دې لامل وګڼله چې افغان حاجیان په مکه او مدینه منوره کې د حج د مراسمو پر مهال له کومې ستونزې سره مخ نه شي.

د ملي تلويزيون د خبر له مخې، د دغه وزارت مرستيال وايي، چې په مکه او مدينه کې د افغان حاجيانو لپاره د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په موخه، مسافرتونه، وسايط، خوراکي توکي او روغتيايي کلينيکونه له وړاندې چمتو شوي دي.

د ځینو راپورونو له مخې، د سږ کال د حج په مراسمو کې د ګرمۍ له امله د بېلابېلو هېوادونو له زرو ډېر حاجیان مړه شوي دي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرستیال په وینا، د ګرمۍ څپې په قربانیانو کې یو شمېر افغان حاجیان هم شامل دي.

په ورته وخت کې د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارواکي زیاتوي، چې سږ کال له افغانستان څخه شاوخوا ۳۰ زره کسانو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

د یادولو وړ ده چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په پام کې لري چې په راتلونکو کلونو کې افغان حاجیانو ته د امکان تر حده د اسانتیاوو د برابرولو په موخه د ملاتړ کارتونو په جوړولو کار وکړي.
https://avapress.com/vdchminiz23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته