افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د راتلونکي اختر په ورځو کې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: د پولیسو ځواکونه په ټول هیواد کې په امنیتي پوستو کې فعال حضور لري.
همدا راز ویل شوي، چې د لوی اختر په ورځو کې د لا ښه امنیت د تامین په موخه د ولایتونو امنیه قوماندانانو ټولو پولیسو ته لارښوونه کړې، چې د اختر په مبارکو ورځو کې د امنیت د تامین په موخه لازم تدابیر ونیسي، ترڅو هېوادوال په ارامه ژوند وکړي.
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي: له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوو، چې د موټر چلولو پر مهال ترافیکي قوانین مراعات کړي، تر څو ترافیکي پېښې رامنځته نه شي.
په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د
افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د اختر په ورځو کې د امنیت د تامین په خاطر د امنیتي او کشفي ځواکونو ټول منسوبین د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
هغه وويل، چې په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پوستې فعالې شوې او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونو له موټرونو او موټرسايکلونو سره ګرځنده ګزمې پيل کړې دي.