کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې د ځانګړو امنیتي تدابیرو د نیولو اعلان وکړ

27 جوزا 1403 ساعت 9:17

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ټول هېواد کې د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت د لا ښه خوندیتوب په موخه ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې د راتلونکي اختر په ورځو کې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: د پولیسو ځواکونه په ټول هیواد کې په امنیتي پوستو کې فعال حضور لري. 

همدا راز ویل شوي، چې د لوی اختر په ورځو کې د لا ښه امنیت د تامین په موخه د ولایتونو امنیه قوماندانانو ټولو پولیسو ته لارښوونه کړې، چې د اختر په مبارکو ورځو کې د امنیت د تامین په موخه لازم تدابیر ونیسي، ترڅو هېوادوال په ارامه ژوند وکړي. 

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي: له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوو، چې د موټر چلولو پر مهال ترافیکي قوانین مراعات کړي، تر څو ترافیکي پېښې رامنځته نه شي.

په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د اختر په ورځو کې د امنیت د تامین په خاطر د امنیتي او کشفي ځواکونو ټول منسوبین د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه وويل، چې په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پوستې فعالې شوې او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونو له موټرونو او موټرسايکلونو سره ګرځنده ګزمې پيل کړې دي.


د مطلب کود: 292066

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292066/د-کورنیو-چارو-وزارت-اختر-په-ورځو-کې-ټول-هېواد-ځانګړو-امنیتي-تدابیرو-نیولو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com