افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم پوځ اعتراف کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې تړانګې په جنګونو کښې د دغه رژیم ۲۵ نور پوځیان ژوبل شوی هم دی.
څو ساعته مخکې عبراني رسنیو خبر ورکړ چې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم دوه پوځیان وژل شوي دي.
دصهیونیسټ رژیم ویاند ټینګار وکړ په غزه کښې دجګړې له پیل راهسې تراوسه ددغه رژیم ۳۵۶۸ پوځیان ژوبل شوی دی چې له دې جملې څخه ۱۷۷۶ اسرائیلی پوځیان یوازې په غزې په ځمکنیو حملو کښې ژوبل شوی دی.
د تسنیم د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی، چې د ۲۵۹ ټپیانو تر درملنې لاندې دی، چې د ۲۹ تنو وضعیت نازک دی.