کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کښې په تيرو ٢٤ ساعتو کښې څه دپاسه ٣٠ صهيونېسټ پوځيان مړه او ژوبل شول

3 جوزا 1403 ساعت 10:14

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د دغه رژیم نږدې ۳۰ پوځیان وژل شوی او ټپیان شوی دی.


آوا: د صهیونیسټ رژیم پوځ اعتراف کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې تړانګې په جنګونو کښې د دغه رژیم ۲۵ نور پوځیان ژوبل شوی هم دی.
 
څو ساعته مخکې عبراني رسنیو خبر ورکړ چې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم دوه پوځیان وژل شوي دي.
 
دصهیونیسټ رژیم ویاند ټینګار وکړ په غزه کښې دجګړې له پیل راهسې تراوسه ددغه رژیم ۳۵۶۸ پوځیان ژوبل شوی دی چې له دې جملې څخه ۱۷۷۶ اسرائیلی پوځیان یوازې په غزې په ځمکنیو حملو کښې ژوبل شوی دی.
 
د تسنیم د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی، چې د ۲۵۹ ټپیانو تر درملنې لاندې دی، چې د ۲۹ تنو وضعیت نازک دی.


د مطلب کود: 290811

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290811/په-غزه-کښې-تيرو-٢٤-ساعتو-څه-دپاسه-٣٠-صهيونېسټ-پوځيان-مړه-او-ژوبل-شول

آوا
  https://www.avapress.com