د فواید عامې وزارت د روان کال له څلورمې څخه د سالنګ د لویې لارې د پاتې برخو د جوړولو کار پیل اعلان کړی او وايي، چې د کار له پیل وروسته به موټر چلوونکي د وزارت له لوري د ټاکل شوي وخت له مخې پر لویه لار تګ راتګ کوي.
د تبیان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو د مرکز مشر حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری د ایران د اسلامی جمهوریت د موتلفه اسلامی ګوند له مشر ډاکټر اسدالله بادامچیان سره په کتنه کښې د ایران د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.