افغان غږ خبری آژانس: د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ وویل، هغه افغانان چې په هند کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه په ممبۍ کې اوس کولای شي د پاسپورت د تجدید په ګډون د خپلو ستونزو د حل لپاره قونسلګرۍ ته مراجعه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې وروستیو کې د هند په ممبۍ ښار کې افغان کونسلګرۍ بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې په ممبۍ کې د افغانستان د قونسلګرۍ د فعالیت د پیل اعلان وکړ چې پرون ځینو هندي رسنیو خبر ورکړ چې هند په پام کې لري د اسلامي امارت ډیپلوماټ اکرام الدین کامل په ممبۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ د دوهم جنرال په توګه ومني.
د هند د بهرنیو چارو وزارت او اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هند حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې خپل سفارت وتړل.
خو د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته نوي ډيلي افغان سفارت او د هغه هېواد ډيپلوماټانو ته د ويزو ورکولو او د سوداګريزو چارو د سمبالولو اجازه ورکړه.
په هند کې هغه افغان دیپلوماتان چې د پخواني افغان حکومت له خوا معرفي شوي وو، د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۲۴مه یې په ټولنیزو رسنیو ایکس کې یو بیان خپور کړ او ادعا یې وکړه چې د هند د حکومت د نه همکارۍ او نورو ستونزو له امله یې سفارت تړلی دی.
خو په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت له تړل کېدو څو ورځې وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په پنځمه وویل چې خپل فعالیت ته به دوام ورکړي.
د هند حکومت تر اوسه د اسلامي امارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، چې ګواکې په ممبۍ کې به د افغانستان قونسلګرۍ بېرته فعاله کړي.
تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د هند د ځانګړي استازي جي پي سنګ په مشرۍ یوه هندي پلاوي کابل ته سفر وکړ او د اسلامي امارت له چارواکو سره یې وکتل.
د اسلامي امارت د دفاع وزارت وايي، د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي د دغه سفر په ترڅ کې د دغه وزارت له سرپرست محمد یعقوب مجاهد سره وکتل او دواړو لورو یې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
دا د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته افغانستان ته د هندي چارواکو دویم سفر دی.