دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 300463
په کونړ کې د طبیعي پېښو له امله په لسګونو زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول
د کونړ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، په دغه ولايت کې يې له طبيعي پېښو ځپلو ۲۳۰ کورنيو سره خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کنړ ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس قاري صبغت الله صدیقي وايي، دغه کورنۍ د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسیدونکي دي، چې د دغه ریاست له سروې وروسته اړمنې پيژندل شوې دي.

صديقي زياتوي، چې په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه او ۲۵ کيلو وريجې وېشل شوې دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي مولوي اميرولي حقاني وويل، چې د اړمنو خلکو د ستونزو هوارول د کونړ ولايت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او ډاډ يې ورکړ، چې د کنړ ولايت له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه هڅې کوي.

د يادونې وړ ده، چې په کونړ کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رياست تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې پر ٣٠٠ طبيعي پېښو ځپلو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي وو.
https://avapress.net/vdcb0gbffrhbgap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته