کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ کې د طبیعي پېښو له امله په لسګونو زیانمنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول

22 عقرب 1403 ساعت 10:26

د کونړ ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست وايي، په دغه ولايت کې يې له طبيعي پېښو ځپلو ۲۳۰ کورنيو سره خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د کنړ ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې رئیس قاري صبغت الله صدیقي وايي، دغه کورنۍ د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو اوسیدونکي دي، چې د دغه ریاست له سروې وروسته اړمنې پيژندل شوې دي.

صديقي زياتوي، چې په دې پروګرام کې هرې کورنۍ ته پنځوس کيلو اوړه او ۲۵ کيلو وريجې وېشل شوې دي.

په ولسي جرګه کې د کونړ استازي مولوي اميرولي حقاني وويل، چې د اړمنو خلکو د ستونزو هوارول د کونړ ولايت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او ډاډ يې ورکړ، چې د کنړ ولايت له اړمنو خلکو سره د مرستې په موخه هڅې کوي.

د يادونې وړ ده، چې په کونړ کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې د چمتووالي رياست تر دې مخکې هم په دغه ولايت کې پر ٣٠٠ طبيعي پېښو ځپلو او اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي وو.


د مطلب کود: 300463

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300463/په-کونړ-کې-د-طبیعي-پېښو-له-امله-لسګونو-زیانمنو-شویو-کورنیو-ته-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.net