دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 300368
د اسلامي امارت پلاوی د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د ګډون په موخه اذربایجان ته روان شو
د چاپېریال ساتنې ریاست وايي، چې د دې ادارې مشر مطیع الحق خالص د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون په کنفرانس (کوپ ۲۹) کې د ګډون په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د چاپېریال ساتنې ریاست مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه (د میزان ۲۰ مه) د دغه ریاست د پلاوي د سفر په اړه چې په ۲۹ کوپ کې د ګډون په موخه ترسره کېږي، خبر ورکړ.
دا به د ملګرو ملتونو د اقلیم په غونډه کې د اسلامي امارت لومړی حضور وي.
د چاپېریال ساتنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ادارې پلاوی به د اقلیم د بدلون په برخه کې شته مالي میکانیزمونو ته د افغانستان د لاسرسي په اړه خپلې غوښتنې شریکې کړي.
مطیع الحق خالص وویل، هڅه به وکړي چې د اقلیم د بدلون او د چاپېریال ستونزې له نړۍ سره شریکې کړي.
هغه د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د افغانستان لپاره یو ښه فرصت وباله او ویې ویل: هڅه به وکړو چې له دې څخه ډېره ګټه پورته کړو او له بېلابېلو خواوو سره خبرې وکړو.
دغه کنفرانس د روان کال د نومبر له ۱۱مې تر ۲۲مې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړېږي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله ډیر زیانمن کیږي.
سږ کال په هیواد کې سیلابونو په سلګونو کسان وژلي او پراخه ویجاړي یې رامنځ ته کړې ده.
په داسې حال کې چې افغانستان تر ډېره په کرنه تکیه لري، خو په وروستیو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره هم مخ شوی دی.
https://avapress.net/vdcfvxdmcw6dxma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته