دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 300295
په غزني کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د خوارځواکي ماشومانو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ملګرو ملتونو د لس میلیونه افغانیو په لګښت د خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې مرکز پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مقر ولسوالۍ په روغتون کې د خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې مرکز د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه مرکز کې به پر امنیه قوماندانۍ سربېره د ګاونډیو ولسوالیو خوارځواکي ماشومان هم تداوي کېږي.

د غزني د عامې روغتيا رييس زياته کړه، چې د دغه مرکز پر جوړولو د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لس ميليونه افغانۍ لګولي دي.

د يادونې وړ ده، چې د کورنيو تر منځ سخته بې وزلي د هېواد په ولايتونو کې د خوارځواکۍ د ماشومانو شمېر د زياتېدو لامل شوى دى.
https://avapress.net/vdceo78xnjh87wi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته