کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د خوارځواکي ماشومانو د درملنې یو مرکز پرانیستل شو

19 عقرب 1403 ساعت 14:06

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې د ملګرو ملتونو د لس میلیونه افغانیو په لګښت د خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې مرکز پرانیستل شو.


آوا - کابل: د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د مقر ولسوالۍ په روغتون کې د خوارځواکۍ د ماشومانو د درملنې مرکز د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دغه مرکز کې به پر امنیه قوماندانۍ سربېره د ګاونډیو ولسوالیو خوارځواکي ماشومان هم تداوي کېږي.

د غزني د عامې روغتيا رييس زياته کړه، چې د دغه مرکز پر جوړولو د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لس ميليونه افغانۍ لګولي دي.

د يادونې وړ ده، چې د کورنيو تر منځ سخته بې وزلي د هېواد په ولايتونو کې د خوارځواکۍ د ماشومانو شمېر د زياتېدو لامل شوى دى.


د مطلب کود: 300295

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300295/په-غزني-کې-د-لس-میلیونه-افغانیو-لګښت-خوارځواکي-ماشومانو-درملنې-یو-مرکز-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.net