دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 300523
په دايکنډي ولايت کې د څه دپاسه درې ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پيل شو
د دايکنډي ولايت د مرکز نيلي ښار په دويمه ناحيه کې د څه دپاسه درې ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پيل شو.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د نیلي ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې نن سه شنبه د عقرب د میاشتې ۲۲مه نیټه پیل شوې.
ويل کيږي چې دغه پروژه د UNDP له خوا تمويليږي او د نيلي ښاروالۍ په بشپړې همغږۍ سره د "بهار تمدان" ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا پلې کېږي.
د دايکنډي ښاروالۍ مسوولين وايي، د دې پروژې ټول لګښت درې ميليونه او ۲۰۰ زره افغانۍ کېږي.
ويل کيږي چې ياده شوې پروژه د نيلي ښار د دويمې ناحيې د ښاريانو لپاره يوه له مهمو او عامه ګټو پروژو څخه ده چې په بشپړيدو سره به يې په دې سيمه کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.
https://avapress.net/vdciruappt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته