کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په دايکنډي ولايت کې د څه دپاسه درې ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پيل شو

22 عقرب 1403 ساعت 17:49

د دايکنډي ولايت د مرکز نيلي ښار په دويمه ناحيه کې د څه دپاسه درې ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو کار پيل شو.


آوا - بامیان: د نیلي ښار د دویمې ناحیې په مربوطاتو کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شبکې د جوړولو چارې نن سه شنبه د عقرب د میاشتې ۲۲مه نیټه پیل شوې.
ويل کيږي چې دغه پروژه د UNDP له خوا تمويليږي او د نيلي ښاروالۍ په بشپړې همغږۍ سره د "بهار تمدان" ساختماني او سړک جوړونې شرکت له خوا پلې کېږي.
د دايکنډي ښاروالۍ مسوولين وايي، د دې پروژې ټول لګښت درې ميليونه او ۲۰۰ زره افغانۍ کېږي.
ويل کيږي چې ياده شوې پروژه د نيلي ښار د دويمې ناحيې د ښاريانو لپاره يوه له مهمو او عامه ګټو پروژو څخه ده چې په بشپړيدو سره به يې په دې سيمه کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي.


د مطلب کود: 300523

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300523/په-دايکنډي-ولايت-کې-د-څه-دپاسه-درې-ميليونه-افغانيو-لګښت-اوبو-رسولو-شبکې-جوړولو-کار-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.net