دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود : 300480
د هیواد مهم اقتصادي او ټولنیز مسائل، د اسلامي امارت د کابینې د غونډې تمرکز
د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه. په دې کتنه کې په یو لړ مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوری مسایلو بحث او خبرې اترې وشوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د کابینې غونډه د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، چې د یو شمیر مسئولینو په حضور کې ترسره شوه او په مسايلو بحث او پرېکړې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د هېواد د یو شمېر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ياده شوې غونډه کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ته دنده وسپارل شوه، چې د يو شمېر موضوعاتو طرحه عملي کړي او پرېکړه وشوه، چې يو شمېر نور مسايل د تصويب لپاره د اسلامي امارت رهبري پلاوي ته واستوي.
https://avapress.net/vdcaawnew49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته