افغان غږ خبری آژانس - کابل: له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې نن (سه شنبه د عقرب ۲۲) د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د پلازمېنې په دوو بېلابېلو سیمو کې له طبیعي پېښو ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې خپرونه کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر مولوي نورالدین ترابي له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له مرستندویه بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې دغه مرستې به په دوه جلا جلا ځايونو کې د سېلابونو، اورښتونو، طبيعي او غيرطبيعي پېښو د قربانيانو لپاره پر زرو کورنيو ووېشل شي.
د هغه د څرګندونو له مخې، په دغو مرستو کې د کابل له بېلابېلو سيمو او ولسواليو څخه اصلي قربانيان شامل دي او دغه مرستې په شفاف ډول وېشل کېږي.
له بلې خوا د (RCD) موسسې مشر چې د دغو مرستو همغږي کوونکی دی وايي، دې موسسې د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو پر ۵۸۸۲ قربانیانو د ۱۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت مرستې وېشلې دي.
نوموړي دغه راز د طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او يادونه يې وکړه، چې د مرستو په وېش کې بشپړ شفافيت شتون لري.
چارواکي وايي، ډېر ژر به په ننګرهار، لغمان، غزني، بامیان، کاپیسا، پنجشیر، بدخشان او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل کړي.