دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 300275
د ایټالیا سفیرې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر سره وکتل
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په افغانستان کې د ایټالیا له نوي سفیرې سره یې د بشري مرستو، پوهنې او د اقلیم د بدلون په اړه وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ایټالیا له نوې سفیرې صبرینا اوګولیني سره یې وکتل.

سهیل شاهین زیاته کړې چې په دې کتنه کې یې د روغتیا، بشري مرستو، پوهنې، د اقلیم د بدلون او کرنې په اړه خبرې وکړې.

باید وویل شي، چې ایټالیا په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل نوی سفیر اعلان کړ.
https://avapress.net/vdccmxq1p2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته