دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 300499
په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د قرض الحسنه صندوق پرانیستل شوه
د بامیانو ولایت ښوونکو ته د قرض الحسنه د ویش صندوق د دغه ولایت د پوهنې ریاست له خوا پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ښوونځیو د ښوونکو د ملاتړ په موخه د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د قرض الحسنه صندوق پرانیستل شوه. 
د دې خبرپاڼې له مخې، د ښوونځیو ښوونکي، نارینه او ښځینه دواړه کولی شي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره له دې صندوق څخه پورونه ترلاسه کړي.
ویل شوي، چې دغه پور د ښوونکو د خدمت د دورې او مودې پر بنسټ د بانکي حساب له لارې له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۲۴۰۰۰ افغانیو پورې ښوونکو ته وېشل کېږي.
https://avapress.net/vdcaowneo49nwy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته