د بامیانو ولایت ښوونکو ته د قرض الحسنه د ویش صندوق د دغه ولایت د پوهنې ریاست له خوا پرانیستل شو.
په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د قرض الحسنه صندوق پرانیستل شوه
22 عقرب 1403 ساعت 15:28
د بامیانو ولایت ښوونکو ته د قرض الحسنه د ویش صندوق د دغه ولایت د پوهنې ریاست له خوا پرانیستل شو.
آوا - بامیان: د بامیان ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ښوونځیو د ښوونکو د ملاتړ په موخه د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د قرض الحسنه صندوق پرانیستل شوه.
د دې خبرپاڼې له مخې، د ښوونځیو ښوونکي، نارینه او ښځینه دواړه کولی شي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل لپاره له دې صندوق څخه پورونه ترلاسه کړي.
ویل شوي، چې دغه پور د ښوونکو د خدمت د دورې او مودې پر بنسټ د بانکي حساب له لارې له ۱۲۰۰۰ څخه تر ۲۴۰۰۰ افغانیو پورې ښوونکو ته وېشل کېږي.
د مطلب کود: 300499