په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په افغانستان کې د ایټالیا له نوي سفیرې سره یې د بشري مرستو، پوهنې او د اقلیم د بدلون په اړه وکتل.
د ایټالیا سفیرې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر له مشر سره وکتل
19 عقرب 1403 ساعت 11:27
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په افغانستان کې د ایټالیا له نوي سفیرې سره یې د بشري مرستو، پوهنې او د اقلیم د بدلون په اړه وکتل.
آوا - کابل: په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په ایکس پاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې د ایټالیا له نوې سفیرې صبرینا اوګولیني سره یې وکتل.
سهیل شاهین زیاته کړې چې په دې کتنه کې یې د روغتیا، بشري مرستو، پوهنې، د اقلیم د بدلون او کرنې په اړه خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې ایټالیا په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل نوی سفیر اعلان کړ.
د مطلب کود: 300275