افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس (کوپ 29) په آذربایجان کې د اسلامي امارت د پلاوي په شتون سره، "د اقلیم له ۲۹ نړیوال کنفرانس څخه د افغانستان د خلکو غوښتنې" تر سرلیک لاندې يو پروګرام نن (دوشنبه، د لړم 21مه) دځواکمنۍ، چاپېریال او بشردوستانه مرستو موسسې (رها) لخوا د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو، د ملګرو ملتونو سازمان او مرستندویه ادارو استازو، د خصوصي سکتور د استازو، دیني علماوو، رسنیو او د پوهنتون د استادانو په شتون کې د هېواد په پلازمېنه کابل سټار هوټل کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال، شيرمحمد عباس ستانکزي وويل: افغانستان د اقلیم د بدلون له امله ډېر زیانمن شوی دی چېذد دې زیانونو اصلي لامل هم صنعتي هیوادونه او په ځانګړې توګه لویدیځ هیوادونه دي.
هغه زیاته کړه چې شوروي او امریکايي اشغالګرو د هیواد د اشغال پر مهال ډول ډول ممنوعه او کیمیاوي وسلې او زیانمنونکي ګازونه وکارول چې دا کړنې د افغانستان چاپېریال ته زیان رسولي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د نړۍ ستر قدرتونه په هېواد کې د چاپېریال د خرابېدو اصلي عاملین وبلل او ویې ویل: "دوی زموږ ژوند تباه کړ او دوی د وسله والو سره راغلل او زموږ هیواد یې په نښه کړ او ظالمو شورویانو هر ډول کیمیاوي وسلې وکارولې."
هغه په دې خبرې سره چې د وينه تويوونکي امریکايانو د اشغالو په وسیله د افغانستان شاوخوا څلور میلیونه وګړي په نشه یي توکو روږدي شول، زیاته کړه چې د امریکا په بمباریو یې د هیواد ځنګلونه ویجاړ شو.
شېرمحمد عباس ستانکزي په تېرو درېیو کلونو کې د اقلیم د بدلون له نړیوال کنفرانس څخه د افغانستان ایستل د افغانانو پر وړاندې ستر ظلم وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اقلیم د بدلون په مختلفو غونډو کې د افغانستان استازی حضور ولري.
هغه نړیوالې ټولنې ته وویل: "لکه څنګه چې تاسو زموږ چاپیریال ویجاړ کړی، تاسو د افغانستان د چاپیریال د بیارغولو مکلف یاست."
د افغانستان حکومت دغه لوړپوړي چارواکي غوښتنه وکړه چې په ملګرو ملتونو کې دې د اسلامي امارت استازي ته دنده وسپارل شي.
په دې ناسته کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر، سټیفن رودریګوز هم وویل: په افغانستان کې د اقلیم بدلون د دې لامل شوی چې ډیری کورنۍ بې کوره شي او د اقلیم د بدلون مسلې ته باید جدي پاملرنه وشي.
هغه په دې خبرې سره چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره عملي کار کوي، هغه زیاته کړه چې دغې ادارې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو لګولو سیستم، استنادي دیوالونه، بندونه او نورې پروژې پلې کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر په نږدې راتلونکي کې په هېواد کې د چاپېریال ساتنې نیمه بشپړې شوې پروژې د بیا پیلېدو اعلان وکړ او ټینګار یې وکړ چې هڅه کوي چې د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لپاره تخنیکي او مالي مرستې راجلب کړي.
په دې ناسته کې، د رها موسسې مرستیال، عزت الله صدیقي د اقلیم بدلون یوه نړیواله ستونزه وبلله چې اغیزې یې د افغانانو د ژوند په ټولو مسلو کې شاملې دي.
هغه زیاته کړه چې څېړنې ښيي چې په افغانستان کې په هرو ۳۳ کلونو کې یوه سخته وچکالي رامنځته کېږي او اوس دا وچکالي هرو لسو کلونو ته رسېدلی دی.
نوموړي په آذربايجان کې د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د افغانستان د استازو د شتون هرکلى وکړ او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې د چاپېريال په هره غونډه کې د دغه هېواد استازو ته بلنه ورکړي.
عزت الله صدیقي همداراز په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو د تخنیکي او مالي مرستو غوښتنه وکړه. د رها موسسې مرستیال همدارنګه وویل چې د چاپیریال مسلې باید له سیاسي مسلو سره تړاو ونلري.
په دې غونډه کې د دیني عالمانو په استازیتوب مولوي بارکزي وویل، ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د اقلیم له بدلون سره د مبارزې لپاره دایمي پروژې پلي کړي.
په دې پروګرام کې د هېواد د چاپېریال ساتنې د متخصصینو استازی له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ژر تر ژره په رسميت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان موقف د اسلامي امارت استازي ته وسپاري.
نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له خوا د چاپېريال ساتنې د پروژو د بيا پيل غوښتنه وکړه.