دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۲۳
د مطلب کود : 300497
په دايکنډي ولايت کې د فوټبال د سياليو دوام
د دايکنډي ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د "خزاني کپ" تر سرليک لاندې د فوټبال سياليو په دوام دغه سيالۍ د سنګ تخت او بند د ولسواليو د بېلابېلو سيمو د ١٦ ټيمونو ترمنځ پيل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د دې ولسوالۍ د بېلابېلو سیمو د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دغه سیالۍ نن سه شنبه (۲۲ عقرب) د دې ولسوالۍ په مرکز کې د سپورت په میدان کې پیل شوې.
دغه سيالۍ د سنګتخت ولسوالۍ د ځوانانو له خوا د دايکنډي ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست په همغږۍ او همکارۍ سره د دې ولسوالۍ له بېلابېلو سيمو څخه د ١٦ ټيمونو په ګډون پيل شوې دي. 
د دایکندي د بدني روزنې او سپورت ریاست مسوولین وايي، دغه سیالۍ د ځوانانو په منځ کې ورزش ته د ځوانانو د هڅونې، ودې او د ټولنیزو لوبو د ودې په هدف ترسره کېږي.
تر دې وړاندې د خازاني کپ تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ د دایکنډي ولایت د بدني روزنې او سپورت ریاست په همکارۍ د فوټبال ملي فدراسیون د استازي له خوا په میرامور او اشترلی ولسوالیو کې ترسره شوې وې.
دغه راز د پوهنې د پيوستون کپ تر عنوان لاندې د فوټبال سيالۍ د دایکنډي ولايت د بدني روزنې او سپورت رياست په همکارۍ د ذکور پشتني عالي لېسې د ښوونکو له خوا د دغه ولايت په خدير ولسوالۍ کې د اتو ټيمونو ترمنځ ترسره شوې چې د الماسانو په ټيم سره پای ته ورسېدې.
https://avapress.net/vdci3uapyt1au52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته