افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د عقرب ۲۲ مه) د
افغان غږ خبری آژانس ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د کرنې او مالدارۍ معین مولوي عثماني د اوکراین او ازبکستان له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې یادو سوداګرو د عضوي سرې په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، د کرنې او مالدارۍ وزیر د یادو سوداګرو د خوښې څرګندولو هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ویل شوي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.