کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوکراین او ازبکستان پانګوال لېوالتیا لري چې په هېواد کې د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي

22 عقرب 1403 ساعت 15:32

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، اوکرایني او ازبک پانګوالو د دغه وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې د عضوي کیمیاوي سرې په تولید کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (سه شنبه د عقرب ۲۲ مه) د آوا ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره ویلي چې د کرنې او مالدارۍ معین مولوي عثماني د اوکراین او ازبکستان له یو شمېر پانګوالو سره وکتل.
ویل کیږي، چې په دې ناسته کې یادو سوداګرو د عضوي سرې په برخه کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه او د کرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، د کرنې او مالدارۍ وزیر د یادو سوداګرو د خوښې څرګندولو هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ډاډ یې ورکړ.
ویل شوي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ژمن دی، چې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې زمینه برابره کړي.


د مطلب کود: 300503

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300503/د-اوکراین-او-ازبکستان-پانګوال-لېوالتیا-لري-چې-په-هېواد-کې-کرنې-سکتور-پانګونه-وکړي

آوا
  https://www.avapress.net