افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان د سما خبري شبکې د راپور له مخې، چاودنه نن سهار اوه دقیقې مخکې له دې چې د کوټې ښار له سټیشن څخه د دوو مسافر وړونکو اورګاډو له وتلو سره مخ شي، رامنځ ته شوه.
د کوټې ښار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا ترهګره پیښه د ځانمرګي برید په پایله کې رامنځته شوې ده.
سما نیوز د کویټې ښار د روغتون او د پولیسو د چارواکو په حواله اعلان وکړ: په دغه ترهګره پیښه کښې ۲۲ کسان وژل شوی او لږ تر لږه ۱۸ نور ژوبل شوی دی.
د پاکستان ځینو نورو خبري چینلونو اعلان کړی چې د کوټې په چاودنه کې ۱۸ تنه وژل شوي او د ځینو ټپیانو حالت نازک دی، نو د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
تر اوسه کومې ډلې د کوټې ښار په سټېشن کې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. پاکستاني چارواکي معمولاً په بېلتون غوښتونکو ډلو پورې تړلي اورپکي د دا ډول جرمونو په ترسره کولو تورنوي.