کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پاکستان کې بمي چاودنه؛ ۲۲ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي

19 عقرب 1403 ساعت 10:49

پاکستاني رسنیو نن سهار (شنبه) اعلان وکړ چې د دغه هېواد په جنوب لوېدیځ کې د کویټې په ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د چاودنې له امله لسګونه کسان مړه او ژوبل شوي دي.


آوا: د پاکستان د سما خبري شبکې د راپور له مخې، چاودنه نن سهار اوه دقیقې مخکې له دې چې د کوټې ښار له سټیشن څخه د دوو مسافر وړونکو اورګاډو له وتلو سره مخ شي، رامنځ ته شوه.
د کوټې ښار د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا ترهګره پیښه د ځانمرګي برید په پایله کې رامنځته شوې ده.
سما نیوز د کویټې ښار د روغتون او د پولیسو د چارواکو په حواله اعلان وکړ: په دغه ترهګره پیښه کښې ۲۲ کسان وژل شوی او لږ تر لږه ۱۸ نور ژوبل شوی دی.
د پاکستان ځینو نورو خبري چینلونو اعلان کړی چې د کوټې په چاودنه کې ۱۸ تنه وژل شوي او د ځینو ټپیانو حالت نازک دی، نو د قربانیانو د شمېر د زیاتېدو احتمال شته.
تر اوسه کومې ډلې د کوټې ښار په سټېشن کې د چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. پاکستاني چارواکي معمولاً په بېلتون غوښتونکو ډلو پورې تړلي اورپکي د دا ډول جرمونو په ترسره کولو تورنوي.


د مطلب کود: 300263

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300263/په-پاکستان-کې-بمي-چاودنه-۲۲-تنه-وژل-شوي-او-۱۸-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.net