د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه. په دې کتنه کې په یو لړ مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوری مسایلو بحث او خبرې اترې وشوې.
د هیواد مهم اقتصادي او ټولنیز مسائل، د اسلامي امارت د کابینې د غونډې تمرکز
22 عقرب 1403 ساعت 13:08
د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه. په دې کتنه کې په یو لړ مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوری مسایلو بحث او خبرې اترې وشوې.
آوا - کابل: ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د کابینې غونډه د اسلامي امارت د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه، چې د یو شمیر مسئولینو په حضور کې ترسره شوه او په مسايلو بحث او پرېکړې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د هېواد د یو شمېر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ياده شوې غونډه کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ته دنده وسپارل شوه، چې د يو شمېر موضوعاتو طرحه عملي کړي او پرېکړه وشوه، چې يو شمېر نور مسايل د تصويب لپاره د اسلامي امارت رهبري پلاوي ته واستوي.
د مطلب کود: 300480