افغان غږ خبری آژانس - تهران: د لبنان د حزب الله د پخواني مشر، سید حسن نصرالله د شهادت د څلویښتمې په مناسبت د نصرالله مکتب نړیوال کنفرانس د شنبه په ورځ، د لړم ۱۹مه، د ایران د حکومتي قواو د مشرانو، پوځي او ملکي چارواکو او همداراز د ۲۵ لوړ پوړو مېلمنو په ځانګړې توګه د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۱۳ هېوادونو له مخکښو علماوو په حضور سره، د تهران د غونډو په لوی تالار کې ترسره شوه. د دغه کنفرانس د ترسره کولو اصلي تمرکز، د مقاومت د راتلونکو مشرانو د رول نمونه او د دغه رول د تشریح کولو په هدف د سید حسن نصرالله د شخصیت د مختلفو فکري او معنوي اړخونو څیړل وو.
حزب الله او حماس ژوندي دي او دښمنان به یې له منځه یوسي
د افغانستان د اسلامي اخوت شورا منشي او د شهید استاد عبدالقادر توانا د علمي او کلتوري مرکز مشر، مولوي عبدالرووف توانا د شنبه په ورځ د لړم ۱۹مه، په تهران کې د «مکتب نصرالله» په کنفرانس کې، د دغه کنفرانس له ترسره کوونکو څخه د مننې ترڅنګ وویل: نن په څه دپاسه ۱۰۰ هیوادونو کې د شهید سید حسن نصرالله په یاد لوی کنفرانسونه ترسره شوي دي.
مولوي توانا وویل: که موږ اسلام لکه د شمسي نظام په څېر وګڼو، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې نظام لمر ګڼو او امامان او پیغمبران په دې نظام کې لکه د سیارې په څیر حرکت کوي او شهید اسماعیل هنیه او شهید سید حسن نصرالله د دې نظام له سترو سیارو څخه وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځانګړي مدار او محور کې ګرځېدل.
هغه ادامه ورکړه: موږ به د خدای په حضور کې د شهادت له مقام څخه لوړ عزت ونه مومو. خدای تعالی دا ډالۍ د اسلامي امت سترو شخصیتونو نصرالله، هنيه، صفی الدین او سنوارو ته نصيب کړ.
د افغانستان د شهید استاد عبدالقادر توانا د علمي او کلتوري مرکز مشر وویل: د هنيه، نصرالله او سنوار په شهادت سره نه یوازې دا چې جګړه بنده نه شوه، بلکې دښمن اړ شو چې خپل د جنګ وزیر لیرې کړي.
هغه ټینګار وکړ: لکه څنګه چې د مقاومت د جبهې ستر رهبر آیت الله خامنه ای وویل: «حزب الله او حماس ژوندي دي او دښمنان یې له منځه تللي دي.»
مولوي توانا وویل: د غزې جګړې او د الاقصی طوفان مسلې په بشپړه توګه اسلامي امت روښانه کړ او د کفارو صف یې سره بېل کړل. که ځينې عربان او یا عجمیانو د صهیونیسټانو ملاتړ کوي، د صهیونیسټانو په جبهه کې شامل دي، او که مومنان او مجاهدین د مقاومت د جبهې طرف دي، نو دوی د دې محاذ ملاتړي دي. دغه سنی عالم د اسلامی نړۍ اوسنی وضعیت د تبوک په جګړه کې د مسلمانانو وضعیت وباله او ویې ویل: اسلامي امت بايد د مسؤليتونو او وظايفو له مخې په يوې محاذ ولاړ وي او د مذهبي او توکميزو مسايلو غوړول چې اسلامي هېوادونه يې وېشلي، د نفاق پر لور خوځښت ګڼل کېږي.
د شهید سید حسن نصرالله د ژوند تر ټولو مهمه برخه، د یووالي لپاره هڅې وې
از سوی دیگر، سید حسین عالمی بلخی، عضو شورای علمای شیعه افغانستان و رییس مجمع محبان اهل بیت(ع) هم در سخنانی در همایش «مکتب نصرالله» گفت: افغانستان، کشوری ضعیف و فقیر است که در گوشهای قرار دارد و در طول تاریخ خود سه ابرقدرت را شکست داده است. نتیجه میگیریم هر گاه ملتها در برابر قدرتهای استکباری بایستند، پیروز میشوند.
له بلې خوا، د افغانستان د شیعه علماو د شورا غړی او د اهل بیت (ع) د محبانو شورا مشر، سید حسین عالمي بلخی هم د «مکتب نصرالله» په کنفرانس کښې د خپله په وینا کښې وویل: افغانستان یو ضعیف او غریب هیواد دی چې په یوه کونج کې پروت دی او د خپل تاریخ په اوږدو کې یې درې زبرځواکونو ته ماتې ورکړې ده. موږ دې نتیجې ته رسیږو چې هر کله چې ملتونه د مستکبرو قوتونو په وړاندې ودریږي، دوی بریالي کیږي.
د شهید سید حسن نصرالله د ژوند تر ټولو مهمه برخه، د یووالي لپاره هڅې وې
از سوی دیگر، سید حسین عالمی بلخی، عضو شورای علمای شیعه افغانستان و رییس مجمع محبان اهل بیت(ع) هم در سخنانی در همایش «مکتب نصرالله» گفت: افغانستان، کشوری ضعیف و فقیر است که در گوشهای قرار دارد و در طول تاریخ خود سه ابرقدرت را شکست داده است. نتیجه میگیریم هر گاه ملتها در برابر قدرتهای استکباری بایستند، پیروز میشوند.
هغه زیاته کړه: نن چې کله د فلسطین، لبنان او نورو د مقاومت محاذو کې مسئلې ګورو، نو وینو چې څنګه ملتونه د استکبار په وړاندې مقاومت کوي او بریا به د همدغو ملتونو وي.
عالمي بلخي زیاته کړه: د نصرالله مکتب هماغه د اسلام مکتب دی؛ اسلامي تعلیمات او ارزښتونه د خدای له فرمان سره سم، مومنانو ته حیات طیبه ورکوي او کله چې یو ملت د دې نیکمرغه ژوند خاوند وي، کولی شي د خپلو دښمنانو، استکبارو او تسلط غوښتونکو په وړاندې بریالي شي.
هغه وویل: د شهید سید حسن نصرالله د ژوند تر ټولو مهمه برخه، د یووالي لپاره هڅې وې او کله چې د حزب الله مشر شو، د شیعه او سني د یووالي لپاره یې هڅه وکړ او د شیعه او سني تر منځ یووالی راوستل. هغه د لبنان د ملت د يووالي لپاره هڅې وكړې ترڅو د ملي يووالي سره د صهيونېسټ رژيم په وړاندې مقاومت وكړي او خپل هېواد وساتي.
دغه شیعه عالم زیاته کړه: د سيد حسن نصرالله ټينګار د اسلامي امت پر يووالي وو او د اسلام د عظمت لپاره يې دا اتحاد غوښتل او پوهیده چې فلسطین به فتحه شي او صهیونیسټ رژیم به مات شي. هیله لرو چې یوه ورځ به راشي چې د فلسطین ملت او د مقاومت محاذ به بریالۍ شي او صهیونیسټ رژيم به له منځه ولاړ شي او اسلام به په نړۍ واکمن شي.