دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 300390
د سعودي د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ایران ته کړي
د سعودي عربستان لوی درستیز فیاض بن حمید الرویلی له ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره تهران ته تللی دی.
افغان غږ خبری آژانس: ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې جنرال فیاض بن حمید الرویلي نن ماسپښین تهران ته تللی او هلته یې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري سره وکتل.
ویل شوي، چې د سعودي د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز تر منځ به دوه اړخیزې اړیکې او دفاعي اړیکې هم د خبرو له موضوعاتو څخه وي.
تېر کال د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري د سعودي له دفاع وزیر خالد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د پرمختګونو، د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د دفاعي همکاریو د کچې د لوړولو او د اسلامي نړۍ د مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
https://avapress.net/vdcaownew49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته