کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سعودي د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ایران ته کړي

20 عقرب 1403 ساعت 19:33

د سعودي عربستان لوی درستیز فیاض بن حمید الرویلی له ایراني چارواکو سره د لیدو لپاره تهران ته تللی دی.


آوا: ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې جنرال فیاض بن حمید الرویلي نن ماسپښین تهران ته تللی او هلته یې د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري سره وکتل.
ویل شوي، چې د سعودي د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز تر منځ به دوه اړخیزې اړیکې او دفاعي اړیکې هم د خبرو له موضوعاتو څخه وي.
تېر کال د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري د سعودي له دفاع وزیر خالد بن سلمان سره په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې د پرمختګونو، د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ د دفاعي همکاریو د کچې د لوړولو او د اسلامي نړۍ د مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.


د مطلب کود: 300390

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/300390/د-سعودي-وسله-والو-ځواکونو-لوی-درستیز-ایران-ته-کړي

آوا
  https://www.avapress.net