دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۰۶
د مطلب کود : 54352
کامرون: د ۲۰۱۳ ترپایه څه باندې ۵ زره عسکر باسو
د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون نن/ چهارشنبه/ اعلان وکړ چې له افغانستان څخه به د راروان ۲۰۱۳ کال ترپایه ۵۲۰۰ پوځیان وباسي.

بریتانیا غواړي چې خپل ټول عسکر د ۲۰۱۴ کال تر پایه وباسي.

کامرون د خپل هیواد پارلمان ته وویل:«زموږ د ځواکونو د بریالیتوب او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د کامیابۍ له کبله به موږ وتوانېږو چې په دوو مرحلو کې یعني په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کې خپل پوځیان له افغانستانه وباسو. احتمالاً د ۲۰۱۳ کال ترپایه به له خپلو ۹ زره عسکرو څخه شاوخوا ۵۲۰۰ سرتېري وباسو.»

له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري په افغانستان کې ټولټال ۴۳۸ بریتانیايي پوځیان وژل شوي. په سلو کې تر ۹۰ زیات بریتانیايي عسکر په هلمند کې وژل شوي دي.

د کامرون تر اعلان مخکې د بریتانیا فیننشل ټایمز او ګارډین ورځپاڼو ویلي و چې د بریتانیا حکومت پرېکړه کړې چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو بهیر چټک کړي او د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې څلور زره سرتېري وباسي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې له افغانستانه په لنډ وخت کې د ۴ زره محاربو بریتانوي پوځیانو د ایستلو پرېکړه د سې شنبې په ورځ د بریتانیا د ملي امنیت شورا په غونډه کې، چې د صدراعظم دیوید کامرون په مشرۍ جوړه شوې وه، وشوه.

د بریتانیا صدراعظم پخوا ویلي و چې د د دغه هیواد محارب پوځیان به د ۲۰۱۴ کال ترپایه په افغانستان کې پاتې شي.

 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxw9n.ak9tn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته