افغان غږ خبری آژانس: د غاصب صهیونیسټ رژيم پوځ ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې ۲۳ تنه پوځیان او یو تن په شمالي سرحدونو کې ټپي شوی دی.
دصهیونیسټی پوځی ریزرو جنرال اسحاق برک وویل: هغه څه چې په غزه کښې کیږی ډیر د شرم وړ دی، مونږ ډیر شیان له لاسه ورکوو، لومړی وزیر دوکه ورکوی، پوځ پوهیږی چې حماس ته ماتې نشی ورکولی.
د اسرائیلو د پوځ ریزرف جنرال زیاته کړه چې اسرائیلي پوځیان د وژلو لپاره غزې ته استول کیږي، د پوځ لوی درستیز هیرزي حلوي غواړي چې د دورې تر پایه په خپل مقام پاتې شي، هغه یو فریب کار دی.
د یادولو وړ ده چې د الاقصی د طوفان د عملیاتو د پیل راهیسې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم څه دپاسه ۶۷۰ تنه پوځیان وژل شوی دی.