دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 292967
د بلخ پولیسو په تېر کال کې ۸۰ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي
د بلخ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د کوکنارو کرل شوې ځمکه ٢٢٦٣ جريبه ويجاړه شوې او په تېر کال کې ٨٠ زره کيلوګرامه ترياک، چرس او هيروين نيول شوي وو دبلخ ولايت دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.
افغان غږ خبری آژانس: د بلخ د امنیه قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست یو چارواکی جمعه خان کوچی وایی، امنیتی ځواکونو په بلخ ولایت کې له ۲۲۶۳ جریبه ډېر کوکنار له منځه وړی دی. سږ کال د کوکنارو د اړولو په کمپاین کې د ولایت امنیه قوماندان هم حضور درلود.
 
هغه زياته کړه: "د بلخ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست امنيتي ځواکونو په تېر کال کې ١٥٩٠ کيلوګرامه چرس، ٢١٤ کيلوګرامه هيروين، ٥٦٩٥٠ کيلوګرامه ترياک، ٢١٢٧٥ کيلوګرامه چرس او ٨٠٧ لېتره نشه يي توکي نيولي دي."
 
هغه زیاته کړه، څه باندې ۹۸ زره کیلوګرامه ګولۍ او ۳۳ زره لیتره خمیره ممیز هم نیول شوي او ۲۷۸ کسان یې نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
 
جمعه خان کوچي د بلخ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په مديريت کې د امنيتي ځواکونو له جديت څخه خبرې وکړې او ويې ويل: هر څوک بايد پوه شي چې قاچاق وړونکي او هغه کسان چې نشه يي توکي اخلي او پلوري د امنيتي ځواکونو له خوا به ونيول شي.
 
د يادونې وړ ده چې د موقت حکومت له راتګ او د نشه يي توکو د له منځه وړلو په اړه د اسلامي امارت د مشر د فتوا له امله د نشه يي توکو کښت او قاچاق په بې ساري ډول کم شوی دی.
https://avapress.com/vdcaiunu049noo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته