کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بلخ پولیسو په تېر کال کې ۸۰ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي

14 سرطان 1403 ساعت 9:32

د بلخ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د کوکنارو کرل شوې ځمکه ٢٢٦٣ جريبه ويجاړه شوې او په تېر کال کې ٨٠ زره کيلوګرامه ترياک، چرس او هيروين نيول شوي وو دبلخ ولايت دپوليسو له خوا کشف او ترلاسه شول.


آوا: د بلخ د امنیه قوماندانۍ د نشه یی توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست یو چارواکی جمعه خان کوچی وایی، امنیتی ځواکونو په بلخ ولایت کې له ۲۲۶۳ جریبه ډېر کوکنار له منځه وړی دی. سږ کال د کوکنارو د اړولو په کمپاین کې د ولایت امنیه قوماندان هم حضور درلود.
 
هغه زياته کړه: "د بلخ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست امنيتي ځواکونو په تېر کال کې ١٥٩٠ کيلوګرامه چرس، ٢١٤ کيلوګرامه هيروين، ٥٦٩٥٠ کيلوګرامه ترياک، ٢١٢٧٥ کيلوګرامه چرس او ٨٠٧ لېتره نشه يي توکي نيولي دي."
 
هغه زیاته کړه، څه باندې ۹۸ زره کیلوګرامه ګولۍ او ۳۳ زره لیتره خمیره ممیز هم نیول شوي او ۲۷۸ کسان یې نیولي او عدلي ارګانونو ته یې سپارلي دي.
 
جمعه خان کوچي د بلخ د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په مديريت کې د امنيتي ځواکونو له جديت څخه خبرې وکړې او ويې ويل: هر څوک بايد پوه شي چې قاچاق وړونکي او هغه کسان چې نشه يي توکي اخلي او پلوري د امنيتي ځواکونو له خوا به ونيول شي.
 
د يادونې وړ ده چې د موقت حکومت له راتګ او د نشه يي توکو د له منځه وړلو په اړه د اسلامي امارت د مشر د فتوا له امله د نشه يي توکو کښت او قاچاق په بې ساري ډول کم شوی دی.


د مطلب کود: 292967

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/292967/د-بلخ-پولیسو-په-تېر-کال-کې-۸۰-زره-کیلو-ګرامه-نشه-يي-توکي-نیولي-دي

آوا
  https://www.avapress.net