دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 292965
په هند کې د ګڼې ګوڼې له امله د مړو شمېر ۱۱۶ ته ورسېد
د هند په شمالي ایالت اترپردېش کې د ګڼې ګوڼې له امله د مړو شمېر ۱۱۶ ته ورسېد. تر دې مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰۰ ښودل شوی و.
افغان غږ خبری آژانس: د چهار شنبې په ورځ د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د تلفاتو د شمېر د زیاتېدو وېره ده، چې ګڼ شمېر ټپیان بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
 
د لومړنیو راپورونو له مخې د هتراس په سکندرا راو سیمه کې د یوې مذهبي غونډې لپاره نږدې پنځوس زره کسان راټول شوي وو. خو د لویې ګڼې ګوڼې د سمبالولو لپاره یوازې ۴۰ پولیس ګمارل شوي وو.
 
په وژل شویو کې زیاتره ښځې او ماشومان وو چې په لنده مځکه کې د ښکته کیدو او د سړک د غاړې په کندې کې له غورځیدو وروسته مړه شول. ویل کېږي چې دغه پېښه د مراسمو له پای ته رسېدو نږدې دوه ساعته وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې خلک له مراسمو د وتلو په حال کې وو.
 
د عیني شاهدانو په وینا، یو دیني شخصیت له هغه ځای څخه د وتلو په حال کې و، چې خلک یې د درناوي د نښې په توګه د هغه د پښو د لمس کولو لپاره ورغلل، چې ناڅاپه ګډوډي رامنځته شوه او خلک په لمده ځمکه باندې په منډه شول او یو بل ته ولوید.
 
د مهر په وینا، د رسنیو راپورونه ښیي چې د ځایي ادارې او پولیسو "غفلت چلند" د مذهبي غونډې په ځای کې د کافي ترتیباتو په یقیني کولو کې غفلت د خلکو د ګڼې ګوڼې لامل شوی دی.
https://avapress.com/vdciqrarwt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته