دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ سرطان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 292925
له ایران او پاکستان څخه د ۳۰۰۰ افغان کډوالو ایستل
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲۵۵ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په خپله خوښه او جبرې توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه د سرطان ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کډوال د نیمروز ولایت د ورېښمو له لاری د ایران څخه څخه او د کندهار ولایت سپین بولدک او ننګرهار ولایت د تورخم له پولو څخه د پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوې.

د کډوالو چارو وزارت وايي، د يادو ولايتونو د سرحدي ادارو د معلوماتو پر بنسټ، د تورخم له فرضي کرښې څخه د ۴۲۸ کسانو په ګډون ۸۵ کورنۍ هېواد ته داخلې شوې دي.

د کډوالو چارو وزارت زیاته کړه، چې د مرستې لپاره له نوم لیکنې وروسته دغه اخراج شوي کډوال د کډوالۍ د نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د خوړو نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول او هرې کورنۍ ته د اړتیا له مخې مرستې ورکړل شوې. 

له بلې خوا د مهاجرينو وزارت د يوې بلې خبرپاڼې په خپرولو سره د پاکستان له زندانونو څخه د ١٣ افغان کډوالو د خلاصون خبر ورکړى او ويلي يې دي چې دغه کسان پرون دغه هېواد ته شول.
https://avapress.com/vdceww8wnjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته