افغان غږ خبری آژانس: د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې په غزه کې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۹۵۳ او د زخمیانو شمیر ۸۷ زره ۲۶۶ ته رسیدلی دی.
دغه وزارت اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې درې حملې وکړې چې په نتیجه کښې یې ۲۸ کسان شهیدان او ۱۲۵ نور ژوبل شول.
باید یادونه وشي چې په غزې د صهیونیسټي رژیم د تیریو اویا فیصده قربانیان ښځې او ماشومان دي.