افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه د سرطان ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په زرغون ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د وزارت مسلکي معین او کفیل وویل: د افغانانو د جهاد او سرښندنو په پایله کې اشغالګر مات شو، یو اسلامي او خپلواک نظام رامنځته شو، امنیت تامین شو او په ټول هیواد کې د کانالونو، بندونو، ښوونځیو او روغتیایی مرکزونو د بیارغولو کار په چټکۍ سره روان دی.»
مولوي رشيد د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له همکارۍ مننه وکړه، چې د ياد مرکز مالي لګښت يې پر غاړه واخيست او د کار د چټکتيا او د کيفيت د ښه والي ترڅنګ يې د پروژې انجنيرانو ته هم لازمې لارښوونې وکړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
د سیمې خلکو د اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کډوالو چارو وزارت د هلو ځلو قدرداني وکړه او ویې ویل چې دوی د یوه روغتیايي مرکز د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او اوس به دغه ستونزې پای ته ورسیږي.