افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خاجییف سره وکتل.
د صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د سوداګرۍ او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا او د افغانستان په ګټه د یو اړخیز ترجیحي سوداګریز تړون په پایله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لورو د پانګونې او ترانزیتي تړونونو، د افغانستان د ریل پټلۍ په سکتور کې د همکاریو، د سرخکان – پلخمري برېښنا مزي د لېږد په برخه کې د همکاریو په اړه هم خبرې وکړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، افغان او ازبکستاني پلاوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د خونو پر جوړېدو هم هوکړه کړې ده.
د يادونې وړ ده، چې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سرپرست د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ، د اړيکو د پراختيا او په تاشکند کې د افغانستان د کورنيو توليداتو په څلور ورځني نندارتون کې د ګډون په موخه پرون ازبکستان ته ولاړ.