افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په تېره یوه میاشت کې ۱۶۵۶۲ کورنیو ته نغدي، خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د اسلامي امارت او ملي او نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري په کابل، پروان، کاپیسا، لوګر، میدان وردک، بامیان، غزني، بغلان، کندز، تخار، سرپل، سمنګان، جوزجان او بدخشان ولایتونو کې شوې دي. فارياب، په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، دايکنډي، ننګرهار، لغمان، نورستان، کونړ، هرات، فراه، بادغيس، نيمروز، غور، خوست، پکتيا او پکتيکا کې وېشل کېږي.
په همدې حال کې د نړيوالې ټولنې د مرستو له کمېدو سره د کورنيو ترمنځ بې وزلي او بېکاري د تېرو کلونو په پرتله ډېره شوې ده.