د سوک وهنې فدراسیون وايي، افغان سوک وهونکي مجتبی حیدري خپل روسي سیال ته په ماتې ورکولو سره د اسیايي سیالیو نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: مجتبی حیدري د اسیایي جام نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه. د سوک وهنې فدراسیون چارواکي وايي، مجتبی حیدري د اسیا د ځوانانو د اتلولۍ په اتم پړاو کې د خپل روسي سیال پر وړاندې بریالی شو. تر دې وړاندې افغان لوبغاړو په بېلابېلو څانګو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.