افغان غږ خبری آژانس : د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ښار د تاریخي اثارو، عامه ساحو او چاپېریال د څارنې د کمېټې غونډه ترسره شوه.
په دې کتنه کې د کابل سمندر د پاکولو او ښکلا لپاره د حل لارو په اړه خبرې وشوې.
مولوي عتيق الله عزيزي د کابل بحيره د هېواد له مهمو تاريخي ابداتو څخه وبلله او ساتنه يې د خلکو ملي او تاريخي مسووليت وباله.